بغلان کې په ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه او شل نور ټپیان شوي

بغلان کې په ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه او شل نور ټپیان شوي


  • 1 کال دمخه (23/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 500

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. 

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي شېر احمد برهاني ویلي، چې پېښه نن سهار د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونو ترمنځ د ټګر له امله رامنځ ته شوې ده. 

هغه ویلي، چې دغه مسافر وړونکی موټر له بلخ څخه کابل ته روان و. 

نوموړي زياته کړې، په دې پېښه کې د مسافر وړونکي موټر چلوونکی او کلېنر دواړه مړه شوي دي.   

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې یوه بل کس روغتون ته پر لاره ساه ورکړې او د دوو نورو روغتیايي حالت هم نازک دی.