پکتیکا کې د کوشاني پېر یوه مجسمه موندل شوې

پکتیکا کې د کوشاني پېر یوه مجسمه موندل شوې


  • 1 کال دمخه (24/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 525

ځايي چارواکي وايي، د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې یې د کوشاني پېر یوه مجسمه موندلې، چې لرغونوالی یې دوو زرو کلو ته رسي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کولتور رییس، محمد امین حذیفه ویلي، چې دغه مجسمه یې په عمرخېلو کلي کې له سیمه ییزو خلکو تر لاسه کړې ده.

څه موده مخکې د پکتیکا په شیخېل اباد ولسوالۍ کې ماشومانو د لوبو پر مهال یو منګی موندلی و، چې د ځايي چارواکو په وینا، نېژدې اویا سیکې پکې وې، چې لرغونوالی یې شاوخوا درې سوو کلو ته رسېږي.