د پوهنې سرپرست وزیر: له عصري زده‌کړو پرته ژوند ستونزمن دی

د پوهنې سرپرست وزیر: له عصري زده‌کړو پرته ژوند ستونزمن دی


  • 1 کال دمخه (24/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 508

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا نورستان ته په خپل سفر کې یوې ناستې د وینا پر مهال ویلي، عصري زده کړې د ژوند اړتیا ده او له دې پرته ژوند ستونزمن دی.

نوموړي ویلي، افغانستان باید له نړۍ سره سیال شي او په خبره یې دا کار له زده کړو پرته ناشونی دی، چې ټول باید خپل اولادونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ویلي، د دغه ولایت د مرکز پارون په ګډون به ټولو ولسواليو کې لس دیني مدرسې جوړې کړي.

د نوموړي په وینا، هېواد کې ښونځيو او دیني مرکزونو لپاره ١٠٠ زره بستونه منظور شوي، چې نورستان لپاره د نورو ولايتونو پرتله زیات بستونه ځانګړي شوي دي.

دغه راز نوموړي ښوونکو ته هم ډاډ ورکړی دی، چې د معاشونو د زياتوالي په برخه کې به هم اقدام وکړي.