روسیه کې ناکراري؛ د واګنر ډلې مشر خپل جنګیالي بېرته ګرځولي

روسیه کې ناکراري؛ د واګنر ډلې مشر خپل جنګیالي بېرته ګرځولي


  • 1 کال دمخه (24/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 602

‏د واګنر ډلې مشر، یوګیني پریګوژین خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د روسیې په خاوره کې له پرمختګه ډډه وکړي.

پریګوژین ویلي، چې دا کار یې په روسیه کې د وینې تویېدنې د مخنیوي په موخه کړی.

هغه د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو تر مذاکرې وروسته ژمنه کړې، چې د روسي ځواکونو په وړاندې بلوا ته به د پای ټکی کېږدي. 

د روسي ځواکونو او د واګنر ډلې دغه نښته له هغې وروسته پېلېږي چې د واګنر ډلې مشر ادعا وکړه چې د هغه دوه زره سرتېري د روسي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مسکو او کييف ځواکونو ترمنځ نښتې له پېله، د واګنر ډلې مشر روسي چارواکي د روسي ځواکونو په وړاندې پر بې‌پروایۍ او کمزورې کړنې تورن کړي دي.