افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی، عواید یې هم پورته تللي

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی، عواید یې هم پورته تللي


  • 1 کال دمخه (25/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 527

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر یوه کال کې هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی، چې له درکه یې ۳۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.  

د وزارت په وینا، ‌د کورنیو سیلانیانو په شمېر کې هم د تېر کال پرتله درې برابره ډېروالی راغلی او لامل یې د ګرځندوی برخه کې د نویو پالیسیو جوړول او د اسانتیاوو برابرول په ګوته شوي. 

د رسمي شمېرو له مخې، په روان کال کې لرغونو او تفریحي سیمو ته د ورغلو کورنیو سیلانیانو شمېر ۲۶ میلیونه تنو ته رسېږي، چې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی ویاند عبدالمتین قانع وايي، د امنیت سربېره د ګرځندوی برخه کې د نوې پالیسي جوړول او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرول د ګرځندوی صنعت د غوړېدو لامل شوي.