د کونړ په ځنګل کې لګېدلی اور دویمې ورځې ته وغځېد؛ ۱۴ هکتاره ځنګل سوځېدلی

د کونړ په ځنګل کې لګېدلی اور دویمې ورځې ته وغځېد؛ ۱۴ هکتاره ځنګل سوځېدلی


  • 1 کال دمخه (25/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 531

د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ د کړنګل او سنودرۍ سیمو د نښترو په ځنګل کې لګېدلی اور دویمې ورځې ته غځېدلی او لاهم دوام لري.  

د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مدیر احسان‌الله احسان ویلي، دغه اور لګېدنه تېره ورځ سهار مهال رامنځ ته شوې، چې د لسګونه ځایي خلکو له هڅو سره ،سره لا هم نه ده مهار شوې. 

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه د دغې اور لګېدنې له امله شاوخوا ۱۴ هکتاره ځنګل او د څارویو څړ ځایونه سوځېدلي دي.

ده ویلي، چې د اورلګېدنې علت تر اوسه معلوم نه دی. 

که څه هم د اور په مهارولو کې له مرکزي حکومت څخه هم د مرستې غوښتنه شوې؛ خو داسې ښکاري چې لا یې په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.