زه په کابل کې مېن شوم ، په کابل کې مې هغې ته لومړنۍ موسکا وکړه او په ډېرې بې باکۍ مې د خپل په واقعي ژوند هغې ته اعتراف وکړ ، هغه مې څو ځله د کتاب لوست دپروګرامونو په ناستو کې ليدلې وه او يوځل د پوهنتون په پلي لار کې سره مخ شوي وو .
ښکلی ګرد مخ او رنګه وېښتان يې لرل او تل به يې سرې جامې په غاړه وې نری مهين غږ يې درلوده .
خبرې يې له عاطفې او مهربانۍ ډکې وې ډېره نه غږېده په شمار پيلي خبرې به يې له خولې وتلې .
ددې همدې کرکتر زما ذوق را پارولی و او زما ټول پام يې ځانته ور اړولی و .
رښتيا خبره وي ما زړه ددې د ليدو تنده او تلوسه لرله وېل به مې چې سبا بله ورځ به ورته د بلنې جرﺉت وکړم خو هره سبا به همداسې په تراټ تېرېده ،سبا دومره تکرار شو چې ان ژمی راغی او پوهنتونونه رخصت شول طاقت مې ونه شو يوه شپه مې ورته پېغام پرېښوده او ترې مې وغوښتل چې چېرته کينو او چای سره وڅښو هغې را غبرګه کړه چې څه لپاره او ولې بايد وګورو؟
ورته مې وويل غواړم د زړه خبره درته وکړم وه يې خندل او ما هم خبره په خندا تېره کړه نه پوهېږم چې زه ولې وارخطا وم او نه پوهېدم چې څه وايم ؟ داچې ما څه وېل ځه تېر به شو ترې .خو هغه قهوه خونه ، د هغې نازک غږ ، د شمار خبرې زړه وړونکي موسکا د پل سرخ شپه دومره خوږه وه چې دا شپه څومره ژر سبا شوه هېڅ پرې پوه نه شوم ددې شپې لپاره يوه شپه په انتظار شپه ويښه رڼه کړه او ځان سره مې د خبرو تمرين کاوه چې له کومه يې پېل کړم ؟څه ووايم او څنګه يې ووايم؟ يو ډول وارخطايي پسې اخيستی وم. ها يو څو ټوکې مې له فيسبوکه راپېداکړې ماوېل که موقعې په لاس راشي لږه به يې وخندوم يو څو افغانۍ مې له جواد پور کړې هغه ټوکه کې راغبرګه کړه چې واهلکه! پېسې خو اخلې چې کومه ورانکاري پرې چېرته ونه کړې ومې خندل .
په دې شپه سخت خوښ وم وېښتان مې ږمنځ کړل شېبه مې هنداره کې په ځان سترګې ښخې کړې حتی اﺉينه کې راته ټول کاېنات خوښ برېښېدل سهار د اسمان پر لمن ورېځې راپنډې وې دود او غبار فضا پوښلې وه ، د هوا اټکل د واورې د اورښت وه ،له افشار تر پل سرخ پلی لاړم هر چا سره مې د سلام ويلو په دود روغبړ کاوه ، خوښۍ مې په څېره کې له ورايه ښکارېده له ژمنې څلور ساعته وړاندې ټاکلي ځای ته ورسېدم د حميد د کباب پلورنځي ترڅنګ ودرېدم څلور ساعته بې صبرانه منتظر پاتې شوم په دې څلورو ساعتونو کې مې ښه ښه فکرونه کول نرۍ نرۍ واوره پېل شوه کوټ مې خيشت شو، دغسې بارانې او سړو شپو ورځو کې د پل سرخ سيمه کې ګڼه ګوڼه ډېره وي ، او چې بيا کله د رخصتۍ ورځې وي نو دلته د پښو ايښودو ځای نه وي هرڅوک د يوچا انتظار وي او هرچا له چا سره همدې ځای کې د ملاقات ژمنه کړې وي او هر څوک دلته چاته بې صبرانه منتظر وي او هرڅوک دلته له چا سره د ريسټورنټ ميز ته ناست وي خاندي،خبرې کوي،دزړه غوټي سپړي يو ډول نه يو ډول څوک د چا نړۍ ته ننوځي او څوک دده زړه ته راکوچيږي . په هرحال زه هم ورغلم يوې قهوه خانې ته مې غاړه اوږده کړه دلته هم فضا د خنداګانو رنګ خپل کړی و ګڼ کسان ناست وو د هر ميز شاوخوا نجونې او هلکان داسې نښتي ناست وو چې وجودونه يې سره لګيدل زه راغلم په زينو کې کېناستم او سترګې مې دهوټل په وره کې نښتې وې کتل مې له دروازې يوه جذابه انجلۍ راننوته ګرد مخ ،رنګه وېښتانه يې پر اوږو مست پراته وو ، سره جوړه يې په غاړه وه او په مخ يې د واورو پاغوندې پرتې وې سړه واورينه ورځ ،سره جوړه،نرم عطر هغه څه و چې زه يې دتخيل نړۍ ته يوړم څنګ ته مې راغله په لاس يې ستړې مشي وکړه او د ټوکې په دود يې ووېل همدې زينو کې راسره د زړه خواله کوې که چېرې کينو ؟او بيا مو سره په کړس کړس وخندل .ماته يې وکتل چې سترګې مې له بې خوبۍ حلقې وهلي او څېره مې يوڅه ماڼيجنه برېښېدله نو ورغله ترڅو دناستې يو مناسب ځای وګوري دوه نفري غرفې ته يې سر ورښکاره کړ ددې غرفې ښيښي هم بخار نيولې وې او بېرته راغله راته يې کړل داځايونه بوخت دي لږ به د باندې قدم وهوو چې ګڼه ګوڼه کمه شوه بېرته به را ستانه شو ما هم ورسره ومنله .
کله چې مو په لاره قدم اخيستل پېل کړل هغې زما د ناکرارۍ جاج اخيستی و زما په اضطراب پوهه وه نو راته يې کړل له خوبه يې؟ومې وېل: نه نه بيا مې کړل هو بې خوبه يم .
سګرټ دې هم وهلی ؟ ورته کړل مې هو ،زما لاس يې خپل لاس کې ټينګ ونيوه په رښتني معنا يې لاس راکړ.
خو خفه وه ممکن زړه يې څه شي يا د ژوند کومې برخې ته ځورېده يا ښايي زما څېره کې يې د خفګان کرښې حس کړې وي خو ما هېڅ تصور نه کاوه چې ددې زړه ته زما مينې کډه کړې سره له دې چې زما لاس د هغې په لاس کې و او زما د ورغوي د تودوالي يې زما د بې کرارۍ اندازه لګولې وه نه پوهېږم چې د هغې په زړه کې به زما لپاره څه و ؟مينه،درناوی او که زړه سوی؟ دواړه روان وو خلک په مخه راتلل ممکن شناخته خلک هم را په مخه شوي وي خو مونږ يو دبل لاسونه خوشې نه کړل سره له دې چې له خلکو وېرېدلو د خلکو د خبرو وېره راسره وه د خلکو د بدګومانيو اندېښنې راسره وې نه پوهېږم چې څو کوڅې مو له پښو وباستلې په دې پلي مزل کې زه غږېدم په لاره مې د ژوند ټوله کيسه ور تېره کړه دخپل په تېر ژوند وغږېدم ، خپلې موخې مې ورته وويلی د خپلې هيلې ، ارزوګانې او اميدونه مې ورن
ترې پټ نه کړل څه مې چې ذهن کې وو ټکی په ټکی پرې وغږېدم هغو خبرو ته حتی چې هېڅ اړتيا نه ليدل کېده هغه خبرې مې هم بې ويلو پرېنښودې ، زړه مې ښه تش کړ ټولې خبرې مې چې په زړه راپنډ وې دا زړه بار مې سپک شو ښايي زه ډېر بې کسه او بې وزله وم ښايي ما تر دې مخکې د اورېدو څوک نه لرل چې زړه ورته وسپړم په خبرو خبرو کې بېرته قهوه خانې ته راستانه شو اوس داځای يو څه ارامه و هغسې ګڼه ګوڼه نه سترګو کېده او نه په کې هغسې شور او زوږ اورېدل کېده .کيناستو شېبه مو ساه واخيسته هغې لږې خبرې وکړې خو زه يې ونه پوښتلم زما د ژوند په تړاو يې ښايي ټولې پوښتنې ترلاسه کړي وي نو ځکه د پوښتنو اړتيا نه ليده هغې دخپلو زده کړو په اړه راته ووېل،
دخپل د کتابونو زيری يې راکړ او په خپل راتلونکي وغږېده زړه مې د خوښۍ او وياړ احساس کاوه دغه شېبه مې چې څه په زړه او ذهن تېرېدل يو عجيب اغېز لاندې وم احساسات مې په الفاظو کې هېڅ نه شم ځايولی . ډېره ناوخته شوې وه له قهوه خانې راووتلو ورېځې هم هغه پنډ حالت کې نه وې اوس د اسمان پر لمن دپاغږندو په څېر شيندل شوې وې ؛ واوره نه ورېده تر څلور لارې پورې مو پلی مزل وکړ په لاره کې يې يو کتاب را ډالۍ کړ او هيله يې وکړه چې بايد ژر يې ولولم دا کتاب يو رمان و ، ددې په وړاندې د کمترۍ احساس پسې اخيستی وم ان ونه شو مې کړای ورته ووايم چې بيا دې ليدو ته کله درشم؟
هغې هم څه ونه وېل خو زه ؛ يو بل ډول هوا اخيستی وم عجيب احساس راسره وو د خوښۍ يو داسې موج رانه غېږه تاوه کړې وه ته وا چې ما کوم لوی کار کړی وي . يا مې کوم شهکار آثر راپنځولی وي کوم حالت چې ما درلوده او څومره چې زه خوښ وم ممکن کوم کاشف او مخترع له په خپل کشف او اختراع دومره ونه وياړي .
له مخه ښې وروسته روانه شوه بيا يې مخ راتاو وکړ او وموسېده د کرار کرار رانه لرې کېده زما سترګې پرې ښخې وې ترڅو چې زما له سترګو پناه کېده مخ مې بل لوري ته نه کېده د څلور لارې واټ کې ولاړ وم د هغې د راتلونکي فکر وړی وم په وجود مې يو بې حسي خوره وه چې دې ساعت کې درب شو يو دروند سوک مې په سر ولګيده ماغزه مې ګډوډ وډ شول خو دا سوک نه و چې زما په سر ولګيده بلکې ؛ کوم بل څه و چې د انسان له لاسونو په مراتبو دروند حسېده په سترګو مې تياره راغله ولوېدم. اه!څومره ګڼه ګوڼه وه او څومره د خلکو د کوکارو او دچيغو شور فضا لړزوله سترګې مې نيم کښه پرانستلې د سترګو کونج کې مې ولاړ سړی وليده زه نه پوهيدم چې چا ووهلم ؟څه ټکه راپرېوته ؟څه پېښه وشوه هېڅ نه پوهيدم سړی مې خواته راغی کرار يې وويل: ښه يې ؟
زه نه پوهيدم چې ښه يم که نه؟! خو ساه مې بې واره اخيسته، ژوندی وم پوهېدم چې ژوندی يم ، سړي بيا کرار راته ويل ښه يې ؟ماوېل ښه يم وېل چې ښه يې را ولاړ شه !په بدحال پورته شوم راته يې وويل چې روغ رمټ يې وجود دې نه دی ټپي .
ستړې وم ،حواس مې بايللي و ګڼ جسدونه مې شاوخواته پنډ پراته وو چيغې وې او خلک په تېښته وو د وېرې فضا حاکمه وه همدې حال کې مې تېرو شېبو ته مې پام واوښت د جسدونو څنګ ته ورغلم په وينو لژند اندامونه مې وليدل د باروتو بوی او تريخ دود سترګې سوځولې، پوه شوم چې دتېرې ورځې په څېر بيا نن ښه درنه چاودنه شوې ځان سره مې وېل :اه!! ښه وه چې ته لاړې ، ښه وه چې ته دلته نه وې. خو نه پوهېدم ولې مې احساسوله چې هغه نه ده تللې؟ خلک لګيا وو بې روحه جسدونه يې نظامي موټرونو ته پورته کول د يوې سور کميسې پېغلې پر جسد مې سترګې ولګيدې چې نظامي امبولانس يې ته پورته کړه هغه ښکلې پېغله چې سره جوړه يې په غاړه وه رنګه وېښتان يې په ګرد مخ تار تار پراته وو جسد يې ما موټر کې وليده هغه کس چې ددې جسد يې پورته کړ سر يې وځرېده او ځان سره يې وېل :
کاش چې څوک په جګړو او انقلابونو کې نه مېندای...
خشنود خرمي
ژباړه : محب الرحمن ماليار