د ا، ا مشر: نړۍ دې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د ا، ا مشر: نړۍ دې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي


  • 1 کال دمخه (25/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 452

د اسلامي امارت رهبر مولوي هبت‌الله اخندزاده د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت په یوه پیغام کې ولس ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي، له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه "له اسلامي هېوادونو سره ښې او رغنده سياسي او اقتصادي اړیکې" غواړي.

نوموړي په‌دې پیغام کې همداراز زیاته کړې، دوی د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه یا ورته لارښوونه وکړي.

مولوي هبت‌الله اخندزاده په‌دې پیغام کې ویلي، د اسلامي امارت د هلو ځلو په پایله د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې او د هېواد په نږدې تاریخ کې په لومړي ځل هېواد له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شوی او همداراز د نشه‌يي توکو کرکېله د نشت سره برابره ده.

د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره د ټولنې د نیمې برخې په توګه د ښځو ټول "شرعي حقونه" تامین شوي او د نورو حقونو د تامین لپاره یې ټولې ادارې د مرستې په موخه مکلفې شوې دي.