کره کتنه د ادب پوهنې یوه مهمه برخه ده. دلته اثر د شته معیارونو له مخې( دا معیارونه له وړاندې په نښه وي، کتابونو کې راغلي) د ښه او بد تعریف مومي. کره کتنه کې اثر ارزول کېږي، دا ارزونه خپل معیارونه لري او دا هم ده چې د کره کتنې معیارونه هم متغیر دي او د کره کتنې لپاره د اثر معیارونه هم. پر ادبي اثر یو ډول خو په علمي اثر بل ډول کره کتنه ترسره کېږي. ادبي اثر کې هم د داستان لپاره یو معیار دی او د شعر لپاره بل. البته دا باید ووایو چې دلته معیارونه د اثر د زیږیدنې، چاپيریال، محتوا، د اثر د محتوا عمومي تعریف او... پورې اړه لري. که په نثري هنري اثر کې لیکوال فعل ماتوي، کره کتونکی به اثر او جملې ته ګوري او بیا به خبره کوي. فرضا تاسو لنډه کیسه لولئ، د ادبیاتو یو استاد پکې درس ورکوي، طبعا تقاضا داده چې تر بل هر چا د ژبې ټول ارونه په نظر کې ونیسي، فعل مات نه کړي. داسې نه وايې چې څوک زما د پوښتنې ځواب راکئ، بلکې له ده تقاضا داده چې راته ووايې:
څوک زما پوښتنې ته ځواب راکوي؟
که دی دلته دغسې عمل ونه لري، د نقد وړ دی. موخه مې داده چې کره کتونکی ویلی شي، چې کیسه کې توقع خلاف مکالمه راغلې، چې د کیسې یا اثر کمزوري ده. همدا استاد که په مکالمو کې د طب او اقتصاد اصطلاحات راوړي، د نقد وړ دی خو که د استاد یو بزګر پر ادبیاتو یا د ادب د استاد په څېر وغږېږي، بیا هم ورباندې نقد کوو، ځکه بزګر او نالوستي طبعا دا ځانګړنه، نه لري. دغسې نورې ډېرې برخې. البته په شعر کې بیا دا ځانګړنه هم په نظر کې نه نیول کېږي، چې داجمله د استاد له قوله ولې نیمګړې راغله، ولې فعل مات شو یا بله خبره. ځکه دلته اوصول بیا د نثر نه، بلکې د شعر د تطبیق وړ دي. هلته د وزن، د ښکلا، د قافيې او ردیف لپاره کلمې کمېږي، ډېريږي او کله کله بله بڼه پيدا کوي.
یار ته په ورغلې هره لاره کې ولاړ خدایه
نه کېږي چې ته نه يې او یار شي را تر غاړ خدایه
ماهر احسانزی
دلته اوس ( را تر غاړ خدایه ) زموږ په ژبه کې نشته خو په شعر کې دغسې اړتیا ته په کتو بیا ورته جواز ورکړل شوی. ( شاعرانه لیسنس / جواز). البته دا مهمه ده چې کره کتونکی به ګوري چې دلته د کلمې ماتولو سره شعر کې خوند او ښکلا پيدا شوي کنه؟ لیکل بېله خبره ده خو د ښه او بد لپاره دلته کره کتونکی بیا نورې پوښتنې ځان ته ځوابوي. مثلا:
دغسې فکر او خیال خو د بل چا نشته ؟
دی تر هغې څومره عالي دی؟
د کلمې ماتولو څومره خوند پيدا کړی او...
د کره کتنې پر دې معیارونو او ټاکل شویو خبرو سربېره یوه بله مهمه خبره چې لا ورباندې بحث نه دی شوی، د کره کتونکي د زاويې ده. زموږ د ټولنې اکثره اثار د کره کتونکي له زاويې کتل شوي، د هماغې له مخې ورباندې نقد شوی او ټولنې ته معرفي شوي دي. دا طبیعي ده چې که د کره کتونکي د زاويې له مخې اثر ګټور و، د هغه فکر، ایډيا او لیدلوري پکې و، ټولنې ته هم ګټور معرفي کېږي او که نه و نو طبعا بیخ يې وباسي. استاد ازمون راته ویل: اروپا میشتو لیکوالو سره مې پدې بحث و، چې هغوی په کیسه کې تصادف نه مني، وايې چې تصادف کیسه له منځه وړي اوکه راځي خو په سر کې دې راشي، چې وروسته يې لوستونکی له متنه پوه شي، خو استاد ویل چې زما استدلال دا و چې افغانستان د اروپا په څېر بې تصادفه چاپيریال نه لري. دلته به روان واده ته يې، په مړي به واوړې، وتلی به ډوډۍ پسې يې، په چاقو ګانو وهلی به دې کور ته راوړي، چې دا ټول تصادفات دي. د دوی دواړو اړخونو خبره د کره کتنې همدې زاويې ته ور ګرځي، چې دا زاویه چاپيریال، مطالعه، راشه درشه او ... ورکوي.
د کره کتونکي زاویه معلومول هم ډېره ګرانه خبره نه ده. هر نقاد خپله لاره، مذهب، ګوند او ... لري چې لیکنې يې پر هماغه لید لوري را خرڅي. تر بحث لاندې موضوع به په یو بیت روښانه کړو.
درویش درانی په خپل یو خورا مشهور غزل کې وايې:
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
دا بیت زموږ په ډېرو ادبي کړیو کې خوله په خوله کېږي او د ادب استادان پکې د هیومانېزم نښې ګوري. دا ډله استادان استدلال کوي، چې دغه ډول ادب له مشخص چاپيریاله راوځي او د نړیوال ادب پر حوزه ور ګډېږي. دوی وايې چې دلته د ټول انسانیت خبره شوې، ټول انسان مهم ګڼل شوی او ان ځینې وايې چې درویش پدې بیت کې پر پښتون قوم یو تپل شوی تور هم سپينوي، چې ګنې پښتون جنګ پرست دی، بلکې دوی وايې ، پښتون په نوم انسان باندې خپه کېږي، ان که دښمن يې هم وي. دا ډله چې څومره را غږوې، ددې بیت په ښکلاوو درته غږیږي.
دا ولې ؟
خبره ښکاره ده ، دلته ټوله موضوع انسانیت ته ورکړل شوې، نورې هیڅ پولې نشته. انسان انسان دی او باید د انسان په سترګه ورته وکتل شي. دوی چې د نړۍ پر مخ شر نه غواړي، له بېلتونه ستړي دي، نړۍ یو کلی غواړي، دغسې بیتونو او پنځونو ته شهکار وايې. د دوی په مقابل کې بیا بل استدلال تر دوی محدود دی خو دلایل يې ورته ډېر تراشلي دي.
هغوی چې د درویش ددې بیت ښکلاوې نفي کوي، استدلال يې دادی چې هر دښمن پسې ژړا نه ده پکار، بلکې دوی لا دا هم وايې چې که هر دښمن پسې ژړا وشي، دا بیکاره کار دی، دا ( ژړا ) خپله یو ډول جرم دی. د دوی په استدلال کې راځي، چې د سر دښمن، د ناموس دښمن او د خاورې دښمن پسې هم باید سړی وژاړي؟
دوی دا هم وايې چې درویش د پښتو ژبې شاعر دی، شاعري يې پښتو ژبې او ټولنې ته کړې او دا باید ددې ټولنې او ژبې ارزښتونه وساتي. دلته ارزښت ناموس دی، خاوره ده او سر دی. د سر دښمن، د خاورې دښمن او د ناموس دښمن پسې څوک ژاړي نه، بلکې ورته اشر کوي، بل يې مرسته کوي او له منځه يې وړي. دوی وايې چې پدې ټولنه کې داسې تاریخ هم شته چې دښمن وژل شوی، غالب لوري ورته له خوشالۍ ګډا کړې، خیرات يې کړی، بنګړه يې اچولې، چې دغسې بیتونه د تاریخ او کلتور منزوي کول دي.
موخه داده چې که په اثر کې د اثر خپل اوصول وي، د کره کتونکي له نظره يې ټولنې ته معرفي ډېره د باور وړ نه ده، ځکه دلته د نقاد خپل برداشت، لید لوری، مطالعه، ګوند او هم ور ګډېږي چې له مخې يې اثر تعریف مومي. هر اثر چې د اثر خپل ارونه په نظر کې ولري، د کره کتونکي له لوري په ښه او بد ویشل شوی او کېږي، خو ټولنه باید پر هماغه یوه بسنه ونه کړي، بلکې نور ورپسې وګوري. بله زاویه يې را واخلي، بل کس پکې وګوري. که په یوه پسې ځو، داسې ټوکې سره به مخ شو لکه قلندر مومند چې له پټې خزانې سره وکړه. هلته مو په یاد دي چې د پټې خزانې پر وړاندې ډېر دلایل وویل شول خو له کومې زاويې او د څه لپاره ؟
د نقاد زاویه او لید لوری داسې وي، لکه یوې جرګه کې جرګه مار د دواړو لوریو خبره اوریدلې وه، د پریکړې په ځای يې ورته ویلي ، چې ته هم ښه وايې خو دی هم بد نه وايې.
۱۴۰۲/۲/۱۷
شمشاد مرکزي دفتر