لنډۍ د ولسي ادب تخیلي پانګه ده، چې د زړه هر احساس او فکر پکې له ویرې پرته بیان شوی کېږي. په لاندینیو لنډیو کې د یوې منتظرې مینې د وصل شیبې پای ته رسېږي، تر زهرو تریخ انتظار په سلګیو دی، دوه زړونه له ډېرې مینې رپ نیولې او ساګانې د ساعت ستنو ته په زاریو دي چې
خدای را لنډ کړي دا د ځمکې تنابونه
د یو حدیث شریف مفهوم دی چې کله کله بنده له ډېرې خوشالۍ په لاشعوري ډول ووايې چې خدایه ته مې بنده او زه دې خدای یم. دی ارادتا داسې نه وای خو پر ده چې کوم احساسات غالب وي، هغه احساسات له ده ځینې دغسې غیر عادي کارونه ترسره کوي.
اوښکې زموږ په ټولنه کې له غم، درد، خپګان، ویرې او ... تويېږي خو د خوشالۍ اوښکې به مو هم لیدلې وي. د خوشالۍ اوښکې د همدې غالبو احساساتو برخه ده چې انسان يې پر کنترول لاسبری نه وي.
په لاندینیو لنډیو کې چې دوه مین سره یو کېږي، خوشالۍ ډېرې دي، ددې خوشالۍ مفهوم هماغه غالب احساسات دي، چې ترسره کوونکی يې( ورته منتظر ) پر ځان نه پوهېږي، چې څه کوي؟
دا کوم کارونه يې چې روان کړي، د مقابل لوري ( دده خواته چې را روان دی) لپاره بس دي که نور هم وکړي؟
یوازې لارې جارو کول به بسنه وکړي، که ځان ورته پښو ته واچوي؟
دی دا هرڅه ځکه کوي چې نن ورباندې هغه ساعت را وران دی، چې ده به يې کالونه انتظار کړی وي، د هر لمانځه په لپه کې به يې همدا را شنه و:
خدایه زما جانان زما کړې
ځکه خو نن چې دا ورځ او شیبه ورباندې راغلې، ده ته هر څه کم ښکاري او هغه د شاعر خبره :
دا زه دې تنها بس یم که جهان درته لوګی کړم.
پدې لنډیو کې د مینې عملي تمثیل هم شته، خو مینې ته نهایت په درانه نظر کتل هم پکې سترګکونه وهي، د میلمه پالنې، د مهم میلمه لپاره د مناسب او هغه د قدر ورکولو پر وسایلو هم فکر شوی. دلته په کراره کراره پر هر څه د ترتیب له مخې فکر شوی. مانا دا چې دلته لومړی د خوراک او ناستې خبرې نه دي شوي، ځکه لا څوک نه دي راغلي، لا هم لارې څارل کېږي، لا نظر په هغو لارو کې اوتر ګرځي، چې دا نازولی میلمه به ورباندې قدمونه ږدي او ځکه وآيې چې :
نن مې د یار د راتلو ورځ ده
په ډېر کاتۀ مې پردی بام و نړاوونه
دا کاته هماغه لوري ته دي چې ورباندې دا نازولی میلمه راځي. وګورئ د مینې د انتها دې عالم ته چې منتظرې سترګې دومره په لاره کې خښې دي چې پردي بامونه نړوي. دلته شاعرانه مبالغه هم خوندي ده. ددې لنډۍ ټول خوند همدې مبالغې پيداکړی، شعریت يې همدا دی چې پر کتلو تاکید کوي او دا لوستونکي ته ورښيي، چې سترګو ته رپ نه ورکوي، چې د روان کس پل غلط نه شي.
په لاندې لنډۍ کې:
نن مې د یار د راتلو ورځ ده
ما په ختو کېوتو ستړي کړل بامونه
کورنی ژوند را یادوي. د کلي چاپيریال را تر سترګو کېږي. جونې ټوله ورځ زموږ د ټولنې د شته ذهنیت له مخې پر بام نه ودرېږي او نه يې راسره څوک مني. بله مهمه خبره داده چې ویونکی راته پکې دا هم وايې چې دی ظاهرا د کور په نورو کارونو بوخت دی، لږه موقعه چې هم پيدا کړي، منډه واخلي، بام ته وخيژي او څار وکړي چې ګني یار به يې را روان وي. دې ځکه په ختو او کیوتو بامونه ستړي کړل چې :
نن مې د یار د راتلو ورځ ده
ناسته ولاړه راته خوند نه راکوینه
دا راتګ دومره مهم دی چې یوازې تر ځان نه محدودېږي، بلکې دلته خوشالي ډېره ده. انسان په دوو حالتونو کې هیڅکله هم خاموش نه پاتې کېږي:
ـ کله چې ورباندې غم زیات شي، طبیعي ده چې له نورو سره يې شریکوي، ممکن ددې لپاره چې دا بوج ورسره کم کړي، نور ورته یوه حل لار ور وښيي او دا هم ده چې څو شیبې ددې غم په یادولو سره دده ذهن دا مني چې ګني بوج يې کم شو.
ـ کله چې انسان ته ډېره خوشالي پيدا شي. پدې حالت کې هم که ته وغواړې کنه، دا خلک درسره خپل حالت شریکوي، ټوله کیسه درته په شد و مد سره کوي. روان پوهنه وايې چې که سړی خپه وي، ټول خلک او چاپيریال ورته د خپل اندرون په څېر خپه ښکاري او که خوشاله وي، دی طبعا د خوشالۍ یو دلیل لري او فکر کوي چې که دا دلیل له نورو سره شریک شي، هغوی به هم خوشاله شي. دیار راتګ خوشالي ده او دومره لویه خوشالي چې ناسته ولاړه پکې خوند نه ورکوي نو ځکه خو دی غواړي چې پدې خوشالۍ کې نور هم له ځانه سره شریک کړي وايې:
نن مې د یار د راتلو ورځ ده
کلي کې ګرځم په هر چا زېری کوومه
دی چې په زیرو پسې وځي، چاپيریال ګوري چې دده د نازولي میلمه لپاره څومره مساعد دی، هغه نازولي قدمونه چیرته کيږدي او ځکه خو:
نن مې د یار د راتلو ورځ ده
په لاره ځم په بڼو لار جارو کومه
په لاندینۍ لنډۍ کې زموږ د ټولنې یوه ډېره مهمه برخه چې میلمه پالنه ده، خوندي شوې. پخوا چې د نن په څېر ټولنه متمدنه نه وه، هر څه ته لاسرسی اسانه نه و، د قدر میلمه ته به ډوډۍ پیدا کیده ، نور نو جوار او روټه وه چې خوړل کیده . د غنمو ډوډۍ به چیرته یو نیم میلمه ته وه او چرګ او وریجې بیا تر دې هم لویه خبره وه، خو دلته چې کوم میلمه را روان دی، دی خو له ټولې دنیا کوربه ته مهم دی. دلته کوربه پر هیڅ ډول امکاناتو صرفه نه کوي، دی چې ورته لاره په بڼو جارو کوي، ټول کلی یې ورباندې خبر کړی او زیری يې ګرځولی نو طبعا چې ډوډۍ به يې تر هر چا بهتره وي. مانا دا چې دې ټولنې د میلمه پالنې پوړۍ هم سره بېلې کړي دي.
نن مې د یار د راتلو ورځ ده
شولې خوشتې دي چرګ نیوی نه راکوینه
له دې لنډیو ښکاري چې پښتانه د خپلو میلمنو، خپلو هغو خلکو چې دوی ورته خاص احترام لري، مینه ورسره کوي او یا يې د مینې تار ورسره غځولی وي، تر هر څه مهم ګڼي. دا هم راته وايې چې دلته دیدنونه ځکه د سر په بیه دي چې دومره خوشالي ترې را زیږي، هغه دیدنونه چې د مینې په تار سره تړلي وي، پښتنې ورته شیبې شمېرې او ځکه وايې چې
پرتوګ مې ښویه ښویه کېږي
د جانان شپې ورځې نږدې دي را به شینه
۱۴۰۲/۳/۴