د بندخونو چارو د تنظیم اداره: تر ۱۷زره زیات کسان راسره بندیان دي

د بندخونو چارو د تنظیم اداره: تر ۱۷زره زیات کسان راسره بندیان دي


  • 1 کال دمخه (26/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 487

د بندخونو چارو د تنظیم اداره وایي، په بندخونو کې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي نشته. 

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مرستیال حبیب‌الله بدر ویلي، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري، چې شااوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. 

د ده په خبره، د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

هغه زیاته کړې، چې اوس هېڅ بندي نه شکنجه کېږي او نه هم له تاوتریخوالي سره مخامخېږي.