حکومت د بدخشان، زابل او کونړ ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل

حکومت د بدخشان، زابل او کونړ ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل


  • 1 کال دمخه (26/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 531

د سرپرست حکومت مشرتابه د حکم پر بنسټ د بدخشان، زابل او کونړ ولایتونو لپاره نوي والي ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د کونړ مخکېنی والي محمد ایوب خالد د بدخشان د والي په توګه، د بدخشان د ښاري محکمې مخکېنی قاضي عبدالجمیل د دې ولایت د مرستیال والي په توګه او د زابل مخکېنی والي قدرت‌الله ابوحمزه د کونړ د والي په توګه ګمارل شوي دي.

هغه دغه راز لیکلي، د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکېنی مرستیال حزب‌الله افغان د زابل ولایت د والي په توګه، د بدخشان مخکېنی والي امان‌الدین منصور د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه او د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکېنی قومندان اغا محمد ابراهیم د یادې قول اردو د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.