کندهار کې یوه تنکي ځوان ځانوژنه کړې

کندهار کې یوه تنکي ځوان ځانوژنه کړې


  • 1 کال دمخه (26/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 615

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوه تنکي ځوان ځانوژنه کړې او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند مولوي صابر ویلي، چې پېښه تېره ورځ د میوند ولسوالۍ په «خاک‌چوپان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد هلک احمد نومېده او ۱۴ کاله عمر يې درلود. 

که څه هم تر اوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو د مولوي صابر په خبره، دغه ځوان رواني ناروغي لرله.

په دې وروستیو کې د ځوانانو د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې، چې تر ډېره یې لاملونه اقتصادي او کورنۍ ستونزې بلل کېږي.