ماو نینګ: ا.ا په ځینو برخو کې پرمختګونه کړي دي

ماو نینګ: ا.ا په ځینو برخو کې پرمختګونه کړي دي


  • 1 کال دمخه (27/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 537

چین وايي، ا.ا په افغانستان کې د اقتصادي ودې، فساد ورکولو، د مخدره موادو د له منځه وړلو او د نظم راوستلو کې یو لړ پرمختګونه کړي دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې « ماو نینګ» تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې امنیت خوندي دي؛ خو غوښتنه یې کړې چې اسلامي امارت باید د نړیوالو ټولنو د غوښتنو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي.

نوموړې ویلي، اوس مهال یو شمېر افغانان له ننګونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه هم په دې اړه اندېښنه لري.

هغې ویلي، چین تمه لري چې اسلامي امارت په کور دننه د ټولو افغانانو او نړیوالې ټولنې ملاتړ راجلب کړي.

د یادونې وړ ده چې چین تر دې وړاندې ویلي، هڅه کوي د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې په تعامل کې رغنده رول ولوبوي، خو هیڅ وخت به د افغانستان  په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.