پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، کاپیسا، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷ ته وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
د یاد وزارت ویاند شفېعالله رحیمي وايي، د دغو سېلابونو له امله ۳۰۰ کورونه په نیمګړې او بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د رحیمي په وینا، دغو سېلابونو ۱۰۰ څاروي او څه باندې زر جریبه ځمکه هم له منځه وړې ده.