دلوي اختردرارسېدو په مناسبت دمبارکۍ پيغامونه !


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمسور حبيبي
  • 1373

د لوی اختر د رارسیدو مبارکي  درته وایم ، خدای دې وکړي چې دا اختر به ډېرو ته له ځان سره لمن لمن خوشالۍ راوړې وي او د اختر خوشالۍ به د خپلې کورنۍ مور پلار خپلو خپلوانو او دوستانو سره په ګډو ولمانځي .
هر ورځ مو اختر او اختر مو بختور
اجمل اند

 

 

دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري  ټولنې غبرکې مباره کۍ

لمــړۍ مبـاره کي :
په  ټوله نړۍ خورو ورو او په ګران  هېوادکې دننه  قدرمنو خویندو او وروڼو ته  دبایرن مېشتو  پردېسو افغا نانو  دکولتوري  ټولنې غړي  د لوی  اختر د رارسېدوله کبله  دزړه له  تله مباره کي وايي، له  پاک سبحان  څخه  داهیـله کوي چې زموږ ځورېدلي ولس او هیواد ته  دا دکلونو کلونومروره ســــوله  راپخلا او خپلواکي  مو په برخه کړي .
دوهمـه مبـاره کي :
دسترافغان په نوم اوټغرمیینو هیوادوالـو!
تاسوته  دبایرن مېشتوافغانانودکولتوري  ټولنې غړي  په ډېره مینه زموږدګران افغانستان دکرکټ  ملي لوبډلې داتلولیواوپه پرله پسې بریاوو پسې دنویو بریاووپه کوموکې یې چې چین، سینګاپور ،هانګکانګ اوسعودي عربستان  ته  په زړه پورې ماتې ورکړې مباره کي وايي ، دلته باید زیاته کړو چې  بده به نه وي که زموږ  دامتزلزل
او په ځان مین سیاستوال  زموږ له اتلو کرکټچیانو څخه لږ څه غیرت په  پور واخلي .
هیـله :
زموږ کولتوري ټولنه له افغان دولت او ملي سوداګرو څخه جدي هیله کوي چې زموږ  اتله دکرکټ ملي لوبډله  له مالي او معنوي اړخه  ښه پوره ونازوي ترڅو په نړۍ کې  یو ځل بیا قدر پیدا کړو.

دجرمني په بایرن ایالت کې مودافغانانو کولتوري ټولنه  په لاندې غزل سره په رب سپاري هسک اوسئ .
                                                            
داختر خبرې
ساندې کور په کور دي داختر خبرې مه کوﺉ
روی دخدای وګورﺉ  په خپل سر خبرې مه کوﺉ
هره خوا ماتم دی هره ورځ دجنازو لړۍ
لاخو تورې شپې دي دسحر خبرې مه کوﺉ
دلته چنارونه او ګورګورې شول غلبېل غلبېل
زړه مې پرې  خوږیږي دنښتر خبرې مه کوﺉ
سره اوشنه منګي کودي کودي په هدیرو پراته
پېغلو پښتنو ته دګودر خبرې مه کوﺉ
ناست دي دمېرمنو ترڅنک یو شمېر موزیان مړې سترګې
دغو نرښځو ته  دسنګر خبرې مه کوﺉ
هغه پتنګان چې  لمبو سوي الوتی نه شي
دومره ورته ډېرې  دمجمر خبرې مه کوﺉ
زموږ دهسکو څوکو بازان بند په قفسچو کې دي
بند په بند تړلي د وزر خبرې مه کوﺉ
غلي شئ اوس وا نه وري ښېرا به یې له خولې ووزي
لوېشت په لوېشت قبروکې دمحشرخبرې مه کوﺉ
یوغشی له دوو میینو وتی زنکندن یې دی
څو شېبې یې پرېږدﺉ دپرهر خبرې مه کوﺉ
را شئ دملالې په  خوږه ټپه  ازاد کړﺉ ملک
غوږ کې دایوب او داکبر خبرې مه کوﺉ
بیا مې  دتاریخ اتل دا ستر پښتون میدان ګټي
روس د پېرنګي او  سکندر خبرې مه کوﺉ
دغه جلادان چې نن د دوست په نوم  راغلي دي
دوی ته په ښکاره  دلر اوبر خبرې مه کوﺉ
زموږه له انګړه کاروان سرای همدوی جوړ کړی دی
موږ ته به ددوی دخیر او شر خبرې نه کوﺉ
دا ځل د لستوڼي  دمارانو په مدت راغلل
مخ به یې ورتور کړو دلښکر خبرې مه کوﺉ
زه هغه پښتون یم تا ته یادې افسانې زما
دلته د فرعون  زورور خبرې مه کوﺉ
هله به یې څښو چې هم  هېواد او هم  مو واک خپل کړو
  اوس راته ملګرو دساغر خبرې مه کوﺉ
دې بې مینې وخت کې مې له مینې زړه تور شوی دی
بس دی ددلدار او ددلبر خبرې مه کوﺉ
اخ  زما ماشومه مینه چا له تېغه تېره کړه ؟
ما بسمل  مرغي ته دخنجر خبرې  مه کوﺉ
ما بسمل  مرغي ته دخنجر خبرې  مه کوﺉ

لوی اختر مو مبارک شه
لوی متعال څښتن مو له ډېرو ورته اخترونو نه برخمند کړه او دژوند ټول ارمانونه مو پوره شه له همدې هیلې سره چې ددې اختر له راتلو په معنوي اوفکري ډول هم ډېرڅه زده کړواویوه شېبه ددې قربان اختر په اړه فکر وکړو، چې دا دخوښیوورځ یې مونږ ته اهداء کړي :
درومال اداره اوچلونکي یې تاسو ته دزړه له کومې  مبارکي وایي
لوی څښتن موسرلوړي اوبریالي لره
درومال اداره

 قدرمن ورور جناب سمسور حبيبي صاحب
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د لوي بختور اختر د رارسيدو له امله تاسې درانه ورور حضور ته د زړه له كومې مباركي او نيكې هيلې وړاندې كوم.
څومره اخترونه راغلل او لاړل ، څومره بهارونه راغلل او لاړل  ، د ونو او نباتاتو څومره پاڼې شنې شوې ،زيړې شوې او بيا شنې شوې ،څومره ګلونه وغوړيدل ، مړاوي شول او بيا تازه شول . خو مونږ افغانان  د اخترونو او بهارونو په واقعي خوند او لذت پوه نه شوو ، زمونږ د ژوند د بهار د ونو شنې پاڼې زيړې شوې او همداسې ورژيدې ، دا پاڼې بيا شنې نه شوې .زمونږ د ژوند د بوستان ګلونه مړاوي شول او بيا تازه نه شول. زمونږ د خلكو د ژوند بهارخزان شو ، دا خزان  بير ته بهار نه شو.   
 دعا كوو چې  خداى پاك دی زمونږ په پريشانو او درديدلو خلكو باندې  د هوسائۍ او آرامۍ اخترونه راولي چې  نور  له هر ډول  بدبختيو او ستومانيو څخه خلاصون ومومي او د اخترونو له واقعي خوشحاليو څخه خوند او لذت واخلي. 
خداى دې  زمونږ په  خلكو دغه سپيره خزان په ښكلي او ښيرازه بهار بدل كړي. خداى دې  زمونږ افغانانو د ژوندون په بوستان كښې د خوشحاليو ، د مينې محبت او ورورۍ رنګارنك ګلونه وغوړوي .آمين 
ستاسې د خوشحالۍ ، نيمكمرغۍ او سلامتۍ په هيله.
په درنښت
ستاسې مخلص ورور

 
د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام
 

ندارد عید قربان لذت و شادی غریبان را     که قربانی زدرویشان وعید از اغنیا باشد
همیشه خون مظلومان بود آماج قربانی          جنایت اجر می بارد گر این آب و هوا باشد
دلاشکوه مکن هردم که دررنجش تومیسوزی       که مفت خواران معذور ازرواونا روا باشد
گدا در خون نشسته و غنی درسفرهء رنگین          به دارا عید وبر بیچار گان قهر خدا باشد

په سويډن کي دوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگه اوروزگان ملي خپرونې اداره  دنيكمرغه لوي اخترد  رارسېدوله  امله  په  هېواد او نړۍ کې اوسېدونکو افغانانو او ټول مسلمان امت  ته  د زړه  له  کومي  مبارکيواونيکو هيلوپه  وړاندي  کولوسره د لوي  اوبې نياز خداي  ( ج )  له ستر  دربارنه غواړو د اختر د بختورو ورځو  په  برکت  پدې جگړه ځپلې وطن کي ورانۍ ،دويني توئيدنې ، ورور وژنى ،زورونې ،لوږى اوټولي  ناندری پاي ته ورسيږى ،داله هرڅه محروم ولس  دسولي او سوکالي له نعمت نه برخمن شي .
دلوى اخترڅخه ياد اونمانځنه  په حقيقت کښي دحضرت ابراهيم (ع) اوحضرت اسماعيل (ع) د شهامت او دلوي څښتن لخوا آزموينې دبري ديادګار په توگه په ټوله اسلامي نړي کښي دمسلمانانولپاره  ديني اووياړلې کلتوري عنعنې په توگه ددې بختورو  ورځو په مناسبت لوي او واړه دخوښیو اوخوشحالیومحفلونه لري  . 
په خواشينۍ سره بايد څرگنده  کړو چي دڅولسيزوراپدې خوادنړۍ په يوشمير هيوادو کښي ددغو هيوادو وگړې  اختر  په داسې حال كې لمانځي چي هره ورځ  په سلګونو مظلوم اوبېگناه انسانان دقدرت اونفوذ دتږوتر منځ  بدهغوي په وسله واله اوسياسي سياليوکي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي . دبېلگې په توگه په  افغانستان ، عراق ، فلسطين، اويوشمير نوروسيموکي دکلونوراپدې خوادابشري ناورين دوام لري ، ښارونه،کلي او كورونه په کنډوالواوهديرو بدلېږي  .
په افغانستان كې اوس هم په پرديو پوري تړلودپټو اوښکاره تنظيمونواوډلو،په دولت کي دشاملواومخالفو، دسياسي  او دولتي واک ليوال ددبهرنيوځواکونو د وسلو او پيسو په زور پر افغان ولس ارام ژوند اوخوږ گوله حرام کړې ده .
متاسفانه له تيرودرولسيزوراپدې خوازموږ پر هېواد دبدمرغيو ډول ډول توپانونه اوسېلابونه راغلل ،زموږ اخترونه يې په وينو او ماتمونوولړل ، په تيرو درې لسيزو كې د جګړو،مرګونواوبدمرغيو دوام زموږ د ولس  آرام اوسوكاله ژوند له سختوستونزو اوکړاونوسره مخامخ کړ  .
دپرديوزبرځواکودسيمه ايزوگټو په موخه داکړېدلی ولس له يوې خوا وروردورور  وينې تويوي اودبلې خوائي بهرنی غونډاري دتروريزم په نامه هر ورځ کورته مړي لېږي . دواړه لوري  داسي عملونه سرته رسوي  چې په نتيجه کې يې زموږ ويجاړ وطن نور هم وران  اوپه هديرو رابدل  کړ .
داختر ونودپيداېښت له عالي  فلسفې او ارزښت نه چي دخوښۍاو پخلاينې  ورځې دي په عبرت  په اخيستلو سره په جگړه کي  دواړې ښکېلې خواوي  بايدله جګړو،ورور وژنو اوخپل هېوادله ورانولوڅخه لاس  په سرشي.
دافغانستان اسلامي دولت له مشرتابه  اود دولت مخاليفينوڅخه  غوښتنه لرو په هيواد كي دسراسري سولي د ټينګښت لپاره بېله مخکنيوشرطونوڅخه دپخلايني اوروښانه راتلونکي په خاطر دخبروپر لمڅي اوکمبله سره كښېني . تر څوموږ افغانان ددې جوگه سودغه وطني ناورين  اولانجې ستونزه چي اوس دسيمي تر کرښو هم تيرسوې اودمځکې دکري  په هرگوټ کښي ئي  ولسونه  حيران کړې دملي گټو په پام کي نيولوسره حل کړي. 
په افغانستان كي نورنه بايدميندي اوپلرونه  د پرديو په لمسون  اودسيسودرواني جگړې په لموکې دخواری اوذلت شپې او ورځې سباه کړي . افغانان کولاي شو اوکه ځانته تکان ورکړي شاوخوا وگوري ،ددې جوگه دی چي  په هيوادكى  د سولي اوملي يووالي دتامين لپاره دخوښي اوخوشحالي په دسترخوان ټول له يوه سره ،سره راټول  شي.تر څوزموږ هيوادوال هم دنړی دنورو ولسونوپه څير دټولوملي اوتاريخي ورځو،اخترونو،اونوي کال جشنونه  په خوښيواو خوشحاليوسره ولمانځي  . 
 زموږ په  اند اوفکر دافغانانولپاره پدې نازکواو برخليک ټاکونکوشېبو کښي صبر، زغم اوملي  تفاهم دروانې جګړې دحل لپاره يوازنې  لاره ده. پدې بايد ډاډ ولروکه څوک يوازي دجګړې پر دوام  اووينو تويولو ټينگار کوي ، پدې بايد پوه وي  نه يوازي داي چې دافغان زورېدلۍ  ولس  په منځ کي اعتبار دلاسه ورکوي  بلکي  هغوي به ئې هېڅکله هم ونه بخښي .
دلوي څښتن تعلا څخه غواړوترڅونو ر زموږ په هيواد اودنړی په ټولو جگړه ځپلو سيمو کې  وژنو ،ورانيو اوويرونودغم پر اوارو لېمڅيو داختر ونو راتلل پاي ته ورسوي .
درنو هيوادوالو! که موږ يو موټى شوو،نوپه هغه صورت کي  موږ ډيرغښتلی اوپياوړی ملت  يو، د دنيا يو طاقت  مو هم نشي غوزارولاي اوددې توان لرو چي دخپل هيواد دبرخليک په موخه هره معقوله  فيصله پخپله وکړو.
څرنګه چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دى نو دهمدې ا صل له مخې زموږ غوښتنه له دولت اونړيوالي ټولنې  څخه داده چي  ټولو افغانانو ته له هر ډول استثنا پرته په خپله خاوره کې داوسېدو،کار، تعليم  اوخپل ولس ته دخدمت  امکانات برابرکړي .
په دې هيله چې دغه اختر دټولو لپاره دسولې،خوښۍ، ورورګلوۍ، او صميميت له ولولونه  ډک يو اختر اوسي اوداختر ورځي  لکه چې له نامه څخه ئې څرگندېږي دمينې ،يواوبل ته دورورگلوی ،بخښنې او پخلايني اختر وي . اونوراختر ونه هم يوازي  مينه ورورولي،خوشحالي اوخواخوږي دخپلې ډالۍ په توگه  له ځان سره راوړ ي .
دلوي اختر دمبارکو ورځوپه وياړ اوخاطر دافغانستان له ټولو اوسېدونکو څخه دا هيله لروچې د ورورۍ اويواوبل ته دغوږ نيولواودرناوی  په روحيه دويجاړ افغانستان دبياجوړونې اودڅولسيزوپر زخمونوددرملنې په موخه د پېوستون لاسونه سره ورکړي،خپل  ولس اوهېواد دهرکورني اوبهرني  ښکيلاک اوتېري نه وژغوري . تر څودا وياړلی ملت ددې امکان تر لاسه کړي چي په نړيواله کچه د سيالانو سره  سيال او دنړېوالې ټولنې  له کاروان سره په ګډه د پرمختګ  اوانساني سوکالی په لورکوټلې ګامونه اوچت کړي .
په تول هيوادکې  دملي يوالي اوسراسري سولي په هيله

ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي خپرونې په استازيتوب
حبيب الله غمخو

  اخترمو مبارک شه

!درنو اود قدر وړ دوستانو
اسلام عليکم و الرحمت الله و برکاته ٠  
تاسو او ستاسو درنو عزيزانو او کورنيو ته دلو ي اختر مبارکۍ وايم ، او دلوی خدای له دربار څخه تاسو ته د سلامتي او په ورځنی ژوند کې د خوشحالۍ او کاميابۍ هيله لرم ، خدايدې وکړي چه دا اختر زموږ د وطنوالو لپار د سوکالۍ او او امنيت زيری له ځانه سره ولري ٠
په ډيره مينه
سميع الدين افغاني