د پروان په بګرام ولسوالۍ کې یو کس د خپل ورور له لوري د ټوپک په ډزو وژل شوی دی.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند محمد کامران زيد ویلي، دا پېښه نن سهار د بګرام په دو سرکه سيمه کې رامنځته شوې ده.
زید زیاته کړې، دغه کس د موټر وینځلو په وخت کې خپل ورور په ډزو وواژه.
د هغه په خبره، وژل شوی کس په نشه یي توکو روږدی و.
قاتل له یوه میل کلاشینکوف سره د پولیسو له خوا نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.
تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.