افغانستان له بنګله‌دېش سره نن لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي

افغانستان له بنګله‌دېش سره نن لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي


  • 1 کال دمخه (05/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 482

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دا سیالۍ د افغانستان پر وخت شااوخوا دولس بجې د بنګله دېش په «چټاګرام» لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان د پنځوسو اوریزو لوبو لوبډل مشر حشمت الله شاهدي تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي، تمه لري چې یادې سیالۍ له بنګله دېش څخه وګټي.

نوموړي ویلي، لوبډله یې بشپړه چمتو ده او ښې لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې په خپلو تېرو پنځو پنځوس اوریزو لوبو کې یوه؛ خو بنګله دېش لوبډلې بیا درې سیالۍ ګټلې دي.