ولسمشر ما وژلى په کتاب خپله لیکوال نظر


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارش ننګیال
  • 1242

پښتانه ترهګرنه دي! پښتانه يرغلګر او ستمګرنه دي او نه هم اوسنۍ جګړه د پښتنو بې کلتوري ده، بلکې دا د دوى کلتور دى، چې د ظالم په مقابل کې پټه خوله نه پاتې کېږي، پښتانه ترهګرشوي، پښتانه وژل شوي او هره ورځ وژل کېږي، پښتو يواځې يوه ژبه نه ده، بلکې زموږ د دوديزاو ناليكلي قانون يوه اررښتمنه شتمنې هم ده، چې پښتنو تل ترې د سر په بيه  دفاع کړې او د مرګ په ستوني کې يې رکه روغه ساتلې ده. دا هغه قام نه دى، چې په وژلو ختم شي، ددوي وينې، رنګ راوړي چې څومر ووژل شي هغومره ډېرېږي، لکه سايل، چې وايې .
چرته چې ورژيږي هغلته راوټوکېږي
داسې باورمې لا دګل په خاندان پاتې دى
  نو بيا يې ولې څوک ارام ته نه پرېږدي؟  او دا حقيقيت بايد نړيوال او افغانان هم درک کړي، چې دا قام هم سوله راوستى شي او هم جنګ، په دې مانا، که څوک په دوى او د دوى په خاوره تېرى کوي، نو له دوى نه بيا ستر جنګيالي او توريالي نه شته، زه باور لرم چې دا قام خپل هېواد ته سوله راوستى شي؛ خو کله چې د جنګ او جګړې اړتيا وويني جنګ کوي، خپل حق تر لاسه کوي او چپه خوله نه پاتې کېږي، لکه څنګه چې هر هېواد په هرڅه کې د پرمختګ تر څنګ اردو او سرتېرو ته اړتيا لري او په پوځي برخه کې هم بايد د پام وړ پرمختګ وکړي پښتنو هم ثابته کړې ده، چې د هېواد ريښتوني سپاهيان دي، که حالات همداسې وي نو د ناول خيالي کيسه لکه چې رښتيا هم شي د دې ناول موضوع زموږ د اوسمهالي پير د بي شمېره پېښو نه چونګ د خرواره هومره يوه موضوع ده او دا د تشدد او بنسټپالۍ د ترويج او خپرولو هڅه نه ده بلكي هغه ځمكنيو حقايقوته په پام ليكل شوې چې دا مهال يې موږ د زغملو او ورسره د ډغرو وهلو په يو حساس پړاوو كې ولاړ يو.
کله مې چې د نړۍ د نوماندواديبانواو ليکوالانو نالونه ولوستل نو پوه شوم، چې دا يواځې کيسې يا خيالي ناولونه نه دي؛ بلکې يو ژوندى تاريخ هم دى، ځکه خو ما هم وغوښتل چې د اوسني افغانستان حالات د کېسې په بڼه وليکم، دا منم چې دابه يوه کيسه يا ناول وي خوله حقيقت نه لرې او درواغ يې هم نه شو ګڼلى.
داهم منم چې زه به د ناول ليکنې لپاره ډېره  تجربه او مشاهده نه لرم، خو ما کوښښ کړى چې خپله دا تشه ډکه کړم او که (خو) پکې ډېره وي؛ نو دا بيا زما د لږې تجربې او مشاهدې پايله وګڼئ او و مې بښئ.
دا هم د يادونې وړ بولم چې په دې کتاب کې زما ډېرو خوږو يارانو، ذبيح الله نورزي، خوشال خليل او ذبيح الله شاکر له ما سره مرسته کړې اوګټورې مشورې يې راکړي، خو د نصرت الهام له هنر مندو ګوتو نه ځارشم چې له کتاب ګوټي نه  يې راته سم کتاب جوړ که؛ همدارنګه له ګران ملګري عزت الله ځواب نه هم يادونه او مننه کوم چې زه يې د کتاب ليکلو ته وهڅولم او د چاپ او وېش مسئوليت يې په خپله غاړه واخيست، نور مو د کتاب لوستلو ته پرېږدم او که خپل احساسات، وړانديزونه او نيوکې راته راوليږئ نود احسان پوروړى به مو شم.
د ټولو انسانانو د سو کالۍ په هيله
 
آرش ننګيال
کابل (کارته نو) د ننګيال جونګړه
0799143995
Arashnangial@gmial.com