د ښځینه سینګارتونونو د تړل کېدو د فرمان تر خپرېدو وروسته ددې سینګارتونونو کارکوونکې خواشیني شوې او خپلې ټولې هیلې یې له لاسه ورکړې دي.
ناهید د هغې سینګاروونکې مستعار نوم دی چې همدا فرمان ور رسېدلی او وايي د ګټېوټې بل څوک نه لري او له همدې لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوي.
دا وايي، له تېرو پینځلسو کلونو راهیسې کابل ښار کې سینګارتون لري او زیاتوي، که ددې کار مخه یې ونیول شي بل داسې کار نشته چې ترسره یې کړي او په خبره یې، اولادونه به یې سوال کولو ته اړ شي.
د امربالمعروف وزارت دغه فرمان ته غبرګونونه مخ پر زیاتېدو دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) نن چهارشنبه د چنګاښ ۱۴مه پر واکمنو چارواکو غږ کړی چې د ښځینه سینګارتونونو بندیز فرمان دې بېرته واخلي او هغوی ته دې د کار اجازه ورکړي.
یوناما په یو لنډ بیان کې ویلي، چې د دې فرمان له مخې به اقتصادي ناورین ته نوره هم لاره هواره شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر همداراز زیاته کړې چې دوی له ښکیلو اړخونو سره په تماس کې دي او هڅه کوي چې دغه بندیزونه بيرته لرې کړي.
د امربالمعروف وزارت د وروستي فرمان له مخې، د افغانستان ټولو ولایتونو کې د ښځینه سینګارتونونو د تړل کېدو امر شوی.
د پلازمینې کابل په ګډون ټول افغانستان کې ۱۲زره ښځینه سینګارتونونه فعالیت لري چې د دې فرمان پلې کېدل به اقتصادي ناورین ته لمن ووهي