د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې یوه وړه نجلۍ د سیند اوبو وړې او مړی یې نادرکه دی.
د سیمې خلک وایي، دغه نجلۍ تېره ورځ د شیګل له «شینکوړک» سیمې د سیند اوبو یوړه، چې تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
سرچینې زیاته کړې، د حسیبې په نوم دغې ماشومې شپږ کاله عمر درلود او له جلال اباد ښاره له خپلې کورنۍ سره په چکر تللې وه.
په سیند کې د دغې کوچنۍ ماشومې د ډوبېدو په تړاو د کونړ ځایي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د لوی اختر په ورځو کې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د سیند اوبو شپږ کسان مړه کړي وو.