دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته کېږي

دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته کېږي


  • 1 کال دمخه (06/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 545

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر سکاټ سمیټ ویلي، چې ملګري ملتونه د روان کال له پای ته رسېدو وړاندې د ا.ا د استازو په شتون کې یوه غونډه جوړوي.

نوموړي د سرپرست حکومت د سیاسي معاونیت دفتر له رئیس سره په کتنه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د ګڼو هېوادونو استازي برخه ولري.

سمیت دغه راز له افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې امنیت تامین او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په ګټورو پروژو کار پیل شوی.