وروسته له هغې چې میټا کمپنۍ نوې ټولنیزه شبکه ټریډز جوړه کړه؛ تازه د ایلن ماسک مدافع وکیلانو ویلي چې دوی به د میټا کمپنۍ پر مشر مارک زکربرګ عریضه وکړي.
هغوی دعوه کړې چې د ټویټر شبکې ګوښه شوي کارمندان یې په خپله اداره کې پر دندو ګمارلي او د ټویټر شبکې لویه برخه کوډونه، ملکیت او طرحه یې غلا کړې ده.
ټریډز شبکې تېره ورځ فعالیت پیل کړ، چې تر اوسه په کې شاوخوا ۳۰ میلیونه خلکو حسابونه پرانیستي.
د یاونې وړ ده چې ایلن ماسک ته د ټویټر کمپنۍ تر سپارل کېدو وروسته، هغه د یادې کمپنۍ ګڼ کارکوونکي له دندو لرې کړل.