پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بایربوک سره خبرې کړې دي.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دغه ویډیو کنفرانس کې د نجونو د زده کړو او کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو په برخه کې د آنالینا بایربوک د هڅو ستاینه وکړه او د نجونو زده کړې یې د هېواد د روښانه راتلونکې او آبادي او ترقي لپاره حیاتي مسئله وبلله.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په خپلو خبرو کې د بین الافغاني خبرو پر اهمیت هم نظرونه تبادله کړي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې هم د افغانستان د ستونزو حل لپاره بین الافغاني خبرې او د ښځو او نجونو کار او زده کړې مهمې بللې دي.