د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په «حسنزو» سیمه کې د یوه سپين ږيري جسد موندل شوی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي، دغه جسد یې تېره ورځ په داسې حال کې موندلی، چې د بدن نيمه برخه يې وحشي حيواناتو خوړلې.
سرچینې زیاته کړې، له جسد سره يوه عریضه هم وه، چې په کې یې له ولايت مقام څخه د خپلې اته کسيزې کورنۍ لپاره د مرستې غوښتنه کړې.
دوی وایي، د دې سپین ږیري د مړینې لامل، هويت او خپلوان يې نه دي موندلي او جسد یې د شاوليکوټ په روغتيايي کلينيک کې پروت دی.
کندهار کې تر دې وړاندې هم نامعلوم جسدونه موندل شوي دي.