کندهار کې پرونۍ اورلګېدنې ۸ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

کندهار کې پرونۍ اورلګېدنې ۸ میلیونه افغانۍ زیان اړولی


  • 1 کال دمخه (09/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 559

د کندهار د تېلو په یوه عمومي پلورنځي کې د اورلګېدني له امله ۸ ميلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ویلي، دغه اورلګېدنه پرون ناوخته پیل شوه، چې وروسته د اطفایې په مرسته مهار شوه. 

سرچینې ویلي، د اورلګېدنې په دې پېښه کې ځینې کسان برسېرن ټپیان شوي او اته ميلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.  

په کندهار کې د نورم او سټندرډ ادارې رییس محب الله عزام ویلي چې د اورلګېدنې علت د برېښنا شارټي وه.  

د خوندیتوب د اصولو نه رعایت او نورې بې احتیاطۍ په افغانستان کې د ځینو اورلګېدنو اصلي علت ګڼل کېږي.