د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اړوند د مرجانې په نوم ۱۳ کلنې نجلۍ جسد موندل شوی دی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، یاده نجلۍ دوه ورځې وړاندې ورکه شوې وه، چې تېره ورځ سهار یې جسد د شبرغان ښار په « قریه بلال» سیمه کې پیدا شوی دی.
د هغه په خبره، امینتي ځواکونو د یادې پېښې په تړاو دوه شکم کسان نیولي، چې څېړنې ترې روانې دي.
نوموړي د نیول شویو کسانو په اړه جزیات نه دي ورکړي.
لاهم د دغې پېښې علت نه دی معلوم.