د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې پاکستان ته یې د درې میلیارد ډالره پور پر ورکړې هوکړه کړې ده.
یاد صندوق زیاته کړې، دغه پور به د نهو میاشتو په موده کې پاکستان ته ورکول کېږي ترڅو د دې هېواد له اقتصادي پروګرامونو ملاتړ وشي.
دا هوکړه وروسته له هغې وشوه، چې پاکستان د دې ادارې څو شرطونه ومنل.
اسلام اباد چې د مالي تادیاتو له امله په بحران کې دی، د دې تړون په تصویب سره به د تادیاتو په برخه کې شااوخوا ۱،۲ میلیارده ډالره ولګوي.