کابل ښاروالۍ د لوډسپېکرونو پر کارولو بندیز ولګاوه

کابل ښاروالۍ د لوډسپېکرونو پر کارولو بندیز ولګاوه


  • 1 کال دمخه (13/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 523

کابل ښاروالۍ په ښار کې د لوډسپېکرونو پر کارولو بندیز لګولی دی.

د کابل ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې دا پرېکړه یې د غږیزې ککړتیا په هکله د ښاریانو تر شکایتونو وروسته کړې ده. 

کابل ښاروالۍ له ټولو پلورنکو غوښتنه کړې، چې دا پرېکړه په جدي توګه عملي کړي او خبرداری یې ورکړی چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند ترسره شي.