سرپرست حکومت وايي، اوسمهال یو نیم لک ځوانان د هېواد په کانونو کې په کار بوخت دي.
د ا، ا ویاند ذبیح الله مجاهد هرات کې له یو شمېر ځوانانو سره په ناسته کې ویلي، هڅه کوي د نورو کانونو په استخراج سره ځوانانو ته د کار نور فرصتونه برابر کړي.
نوموړي ځوانانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.
سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د ۱۴۰۲ کال په پیل سره به په ټول هېواد کې د لویو او وړو پروژو په پیلیدو زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ خو لاهم لیدل کېږي چې زرګونه افغانان د بې کارۍ له کبله نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي.