شهباز شریف: واک سرپرست حکومت ته سپارم

شهباز شریف: واک سرپرست حکومت ته سپارم


  • 1 کال دمخه (14/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 412

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، په راتلونکې زېږدیزه میاشت کې به له خپلې دندې لاس پر سر شي او په‌دې هېواد کې به یو لنډمهاله حکومت رامنځ‌ته کړي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي شریف ټینګار کړی چې په‌دې هېواد کې به د درې تر څلورو میاشتو پورې ټول‌ټاکنې هم تر سره شي.

شهباز شریف له عمران خان وروسته د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د هغه ځای ناستی شو.