افغان ابدالیان لوبډلې د اسیا جام ایمرجېنګ سیالیو په ترڅ کې د کوربه سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې ریاض حسن ۸۲، نور علي ځدراڼ ۵۳ او اکرام عليخېل ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او دغه راز په توپوهنه کې ابراهيم عبدالرحيمزي د سریلانکا لومړني څلور لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې عمان ته هم ماتې ورکړې وه.
افغان ابدالیان به خپله درېیمه لوبه راتلونکې دوشنبه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.