د هوا پېژندنې ادارې په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل کړی

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل کړی


  • 1 کال دمخه (16/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 556

د هواپېژندنې ادر  د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې پورې د پیل شویو بادونو او دوړو د دوام خبرداری ورکوي.

د هواپېژندنې ریاست رییس محمدنسیم مرادي ویلي چې دغه دوړې او خاورې به د هرات، فراه، نیمروز، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ او ځینو مرکزي او شمال لوېدیځ سیمو کې دوام ولري.

د هواپېژندنې ریاست داسې مهال د بادونو او دوړو د دوام خبرداری ورکوي چې د ایران د هواپېژندنې عمومي ادارې هم په یوې خبرپاڼه کې د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې د تندو بادونو او دوړو خبرداری ورکړی دی.