توبیاس: ښایي افغانستان د چین لاس ته ولوېږي

توبیاس: ښایي افغانستان د چین لاس ته ولوېږي


  • 1 کال دمخه (17/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 498

د بریټانیا پارلمان د دفاع غوراوي کمېټې مشر ټوبایس ایلووډ وايي، بریټانیا باید د کابل په اړه پر خپله ډېپلوماټیکه تګلاره بیا کتنه وکړي او وړاندیز کوي چې هېواد یې باید په کابل کې خپل سفارت پرانیزي او له افغانستان سره خبرې پیل کړي.

نوموړي ټلګراف ته په یوې مقاله کې همداراز زیاته کړې، د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې له اوسني حکومت سره کار پیل شي، څو دغه هېواد د "بې‌ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله‌ییزې کډوالۍ" بل پړاو ته له ننوتلو څخه وژغورل شي.

نوموړي په‌دې مقاله کې لیکلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په اړه دې هم بیا کتنه وشي او لوېدیځ باید د خپلې غوسې له دوامه لاس واخلي، ځکه په خبره یې د افغانستان له اوسني بحرانه یوازې ملت ته زیان رسېږي.

د هغه په وینا، ښایي د افغانستان راتلونکی د چین لاس ته ولوېږي.