عبداللهیان: د افغانستان امنیتي ننګونو ته دې جدي پاملرنه وشي

عبداللهیان: د افغانستان امنیتي ننګونو ته دې جدي پاملرنه وشي


  • 1 کال دمخه (17/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 508

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، د افغانستان امنیتي ننګونو ته د نه پاملرنې منفي پایلې به سیمې او نړۍ ته پراخې شي.  

هغه د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د خوځښتونو له امله امنیتي ننګونو ته جدي پاملرنه وکړي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ سره مبارزه مهه بللې ده.   

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ننګونو د حل په برخه کې د سیمې د ملاتړ او نوښت پر اړتیا هم ټينګار کړی دی.