یوناما په افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

یوناما په افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې


  • 1 کال دمخه (17/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 475

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د «بشري حقونو د وضعیت» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. 

یوناما ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو محدودېدو ته دوام ورکوي.

په دغه راپور کې چې د روان زیږدیز کال د مۍ او جون میاشتو پېښې په‌کې ډاګیزه شوي، راغلي چې په افغانستان کې پر ښځو د تګ راتګ او زده‌کړو محدودیتونه دوام لري او د ملګرو ملتونو سازمان په بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز هم د دغه بنسټ کاري بهیر اغېزمن کړی دی.

د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کېدو له کارونې سره په قصدي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله، پر مذهبي ځایونو بریدونه، بدني سزا او اعدام، غیرقانوني وژنې او د رسنیو ازادي هغه نورې موضوعګانې دي چې د یوناما له لوري اندېښمنوونکې ګڼل شوې دي.