امریکا په پاکستان کې ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو لاس لرل رد کړل

امریکا په پاکستان کې ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو لاس لرل رد کړل


  • 1 کال دمخه (18/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 472

امریکا وایي، په پاکستان او د دغه هېواد د پولو په اوږدو کې پراته افغان کډوال په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس نه لري.  

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، په دې اده هېڅ داسې شواهد نه‌شته، چې افغانان دې هلته په ترهګرۍ کې ښکېل وښیي.   

د رویټرز د خبر له مخې، جان کربي دغه څرګندونې تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړې.  

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان پوځ د بلوچستان په ژوب سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز تر وروستي خونړي برید وروسته په پاکستان کې یو شمېر افغانان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وبلل.