ادبيات ګنې غير شعوري دي؟

ادبيات ګنې غير شعوري دي؟


  • 11 مياشتي دمخه (18/07/2023)
  • دکتور اجمل ښکلی
  • 569

زموږ په ادبي حلقو کې دا ذهنيت عام دى، چې هنر په لويه کې او ادبياتو او شاعري په وړه کې د پنځګر يوه غير شعوري هڅه ده او که شاعر په خپل شعر کې شعوري د يو څه ځاىولو هڅه وکړى، شعر په يوه وسيله اوړي، چې بيا ورته شعر نه معر وايي. 

راځئ، چې دا وګورو، چې دا خبره څومره سمه ده او د دې خبرې لاملونه کوم دي. 

د هنر د غير شعوري ګڼلو يو لامل د الهام تصور دى. له پخوانو نه دا خبره راپاتې ده، چې شعر د اۤمد زېږنده وي او هغه شعر نه دى، چې په زور وليکل شي.

خو پخپله د الهام نومونه که له يوه پلوه له ديني الهام سره ضمني مانا لري او په دې ډول شاعر له ځانه د سپېڅلتيا يو شپول راچاپېروي او شعر يو مقدس کار بولي؛ نو له بله پلوه د وخت په تېرېدو سره د الهام مانا هم بدله شوې. د اپلاتون په يونان کې فکر کېده، چې اپولو خداى انسانانو ته الهام کوي او د شاعر عقل په دې وخت کې ويده وي. دې نظر شاعر مازې په يوه وسيله بدل کړ.

زموږ په شرقي ادبياتو کې له شاعر سره د پېرۍ تصور موجود و، چې الهام ورته کوي؛ خو په دې ټول بهير کې د شاعرۍ تر شعوري خوارۍ ډېر ټىنګار په دې کېده، چې شاعري يوه الهامي امر دى او شاعر که غواړي که نه، شعر يې جاري وي او له خولې راوځي، ځکه خو ورته خوشحال د حيض الرجال وايي او چې راشي، په پالنګ کې په شاعر خوب حرام کړي. 

د الهام دې تصور که د شاعرۍ کيفيت ګټه ورسوله که نه؛ خو د ګاندې ښه شاعران يې له شاعرۍ وګرځول؛ خو اوس چې په شاعرۍ کې د الهام خبره په نورو نړۍ کې ورکه غوندې ښکاري، زموږ او ستاسو په ادبياتو کې اوس هم اوړي او عجبه لا دا ده، چې يوازې تر شاعرۍ پورې محدوده ده، څوک د کيسې او په ټوله کې د نثر په مورد کې نه وايي، چې الهام راته وشي، بيا به کيسه يا مقاله ليکم. همدا ډول نور هنرونه مثلا انځورګري هم څوک په الهام پورې نه تړي، داسې انځورګر به مو نه وي ليدلى، چې تاسو ورته د خپل انځور د جوړولو ووايئ او هغه مو منتظر کړي، چې کله راباندې الهام راغى، بيا به دې راوبولم، سره له دې هنرونه په اصولو او ماهيت کې په لويه کې يو دي. 

نو که د هنر او ادب په نورو څانګو کې الهام ته سترګې په لار کېږو نه، په شاعرۍ کې ولې ورته کېنو؟ دا پوښتنه د ادبياتو تارىخ ته په کتو ډېره ناسمه نه ښکاري، ځکه داسې شاعري نشئ موندلاى، چې ټوله تکيه ىې پر الهام کړې وي. 

خو که د الهام په مفهوم کې لږ بدلون راولو او ووايو، چې الهام يو ذهني حالت دى، چې د داخلي يا بهرنيو محرکونو پر بنسټ په ذهن کې پيدا کېږي او انسان دې ته جوړوي، چې شعر وليکي، مقاله وليکي يا بله هنري پنځونه وکړي او دا هم که وغواړو، منظمولاى يې شو. څرنګه چې زموږ ژوند دومره منظم نه دى، ځکه نو دا فکر راباندې غالب دى، چې هر وخت ليکل نشو کولاى او که داسې وي هم، نو د الهام له پخوانۍ مانا نه لرې کېږو. 

د الهام د تصور يوه ستونزه دا ده، چې موږ فکر کوو، چې الهام يو غير شعوري او تصادفي څيز دى، چې څه وخت يې خوښه وه راځي او چې څه يې خوښه وه، هغه پر لاس تړلي شاعر کوي. داسې د شاعرۍ اراده نفې کېږي؛ خو که متوجه شو، دا خبره ډېره دقيقه نه ښکاري. په غرب کې چې ادبيات د نورو هنرونو غوندې شعوري هڅه بلل کېږي، شاعر مخکې له مخکې له شعره يوه موخه لري او له ځان سره يو فکر لري، چې دا په شعر کې ځاى کوي. موږ چې دې ته ډېره توجه نه کوو، د شاعرۍ يوه برخه مو له فکره خالي او تش د سينګار اوزار دي، چې سره راټول کړي مو دي. 

که تاسو د ملټن حماسې وګورئ او که د شکسپيير ډرامې او يا د ګويته شاعري او ناولونه يا د ورډز ورت شاعري او اۤن زموږ بهاء الدين مجروح. په ټولو کې شاعر شعوري هڅه کړې، چې په شعر کې يو خبره وکړي؛ خو دا خبره بايد د شاعرۍ او په لويه کې د هنر په معيارونو په رعايت وړاندې شي. 

په غرب کې سبکونه او مکتوبونه- چې موږ يې د شاعرانو د ناشعوري هڅو پايلو بولو(خو داسې نه ده)- هم شعوري رامنځته کېږي او مخکې له مخکې ورته يو مانفيست جوړوي، چې که څوک دې مکتب ته راځي، بايد له دې اصولو په خپلو پنځونو کې استفاده وکړي. د رومانتسيزم، رياليزم او سېمبوليزم هغه يې ښې بېلګي دي. 

پاس مو وويل، چې د هنر معيارونه پکې رعايت شي. دا هغه خبره ده، چې موږ د الهام په غبار کې ورکه کړې. پخوا چې شاعرۍ مشخص چوکاټونه لرل او دې چوکاټونو قافيې او رديفونه لرل؛ نو د شاعر په ذهن کې به دا پاخه شول، بيا به يې چې ترې استفاده کوله، د قافيې، رديف، څپو او په وزن کې له ستونزې سره نه مخ کېدل؛ خو اوس چې ازاد شعرونه راغلي، شاعر د خپل شعر په عمودي او افقي جوړښت، پر پيېلو، پر پيغام ىې فکر کوي او په ترکيبونو کې يې فکر کوي. پخوانو هم د شاعرۍ پر ترکيبونو فکر کاوه، خو د هغوى خواري د اوسني شاعر په نسبت کمه وه او دا ښيي، چې ښه شاعري خواري غواړي او يوازې په الهام زړه نشي تړل کېداى. 

ښه شاعري د انځورګرۍ هغې تابلو ته ورته ده، چې انځورګر يې د رنګونو پر امتزاج دقيق فکر کوي او په احتياط رنګونه د يو بل په خوا کې ږدي، چې تر دومره خوارۍ وروسته يو شاهکار تيارېداى شي. که د انځورګرۍ تارىخ وګورو، هغه نقاشۍ زياتره ښې دي، چې انځورګر پرې وخت اخيستى او خواري يې پکې کړې. 

خو له موږ سره دا وېره ده، چې که شاعر په شعر ډېر فکر وکړي او خواري ورسره وکړي، شعر مصنوعي کېږي او تصنع شعر له طبيعي حالت لرې کوي، چې موږ يې د هنر معراج بولو. 

که دقيق شو، هنر په اصل کې دى تصنع. طبيعت او طبيعى ژبه خو مخکې له مخکې موجوده ده. شاعر له ژبې سره خواري وکړي، له طبيعي حالته يې راوباسي، له د مجسه ساز غوندې له تيږې هنر راوپنځوي؛ خو که مجسمه ساز ماهر نه وي، ښه مجسه به جوړه نه کړاى شي او په هنر کې به يې عيب وي. داسې که شاعر ماهر نه وي، له ژبې به خوندور شعر راونه ايستلى شي او دا ثابتوي، چې شاعر د مجسمه ساز او انځورګر غوندې خوارۍ ته اړ دى او دا خواري د ده د مهارت په زياتولو کې مرسته کوي، ځکه نو ويلاى شو، چې ښه هنر د الهام پر ځاى خواري او د ناشعورۍ پر ځاى شعوري کار غواړي. 

د الهام يو تاوان دا دى، چې په شعر کې د فکر او پيغام له ځايولو پرېباسي. کله چې يو کيسه ليکوال کيسه ليکي، لومړى يې پر موضوع او پيغام فکر کوي؛ خو د شاعر په مورد کې بيا دا خبره نه کوو، سره له دې چې دواړه ادبيات دي. هغه شاعران چې شعر يوازي الهام بولي، شعر يې هم له يوه فکره خالي وي، هغه چې شيدا يې د مضمون په نوم د شعر پيکر بولي او بڼه يې رخت و زېور. 

موږ اړتيا لرو، چې لوړ ادبيات ولرو؛ خو د دې ادبياتو لپاره د فکر شتون په تش کالبوت کې د روح غوندې دى او د دې لپاره بايد دا ومنو، چې موږ ښه شاعري د شاعر د زړه چاودون پايله وي او تش الهام ته منتظر پاتې نشو.