«ملت»، «ملي» او پاکیستاني تکفیر

«ملت»، «ملي» او پاکیستاني تکفیر


  • 1 کال دمخه (18/07/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 499

نن و پرون له بااحساسه افغانانو سره یوه اندېښنه دا راپورته شوې، چې ولې افغان استادان و متخصصین تبعید شول او دا دی پر ځای یې اوس پاکیستاني استادان(!) رابلل کیږي، چې دلته استخباراتي ځالې جوړې کړي. 

 

تاسو کله د څښنده نیواک (اشغال خزنده) اصطلاح اورېدلې؟ یا مو پرې فکر کړی؟ 

د ایډیولوژۍ په باروتو مست بهاند او څښنده نیواک د ملي تفکر بنسټونه ړنګوي، ملتپال تفکر د هر دوښمن په وړاندې درېدلای شي، خو هغه دوښمن چې د تکفیر په وسله سنبال وي ډېر ګواښمن دی، دا دوښمن «ملت» او «ملي» مفهوم د کفر په غشيو ولي. 

 

ښايي څلور کاله مخکې به و، چې په کابل کې مې د ګڼو دوستانو په یوه ناسته کې دا اندېښنه راپورته کړه، چې دا ځل د ګاونډي دوښمن اصلي دوښمني له افغان ملتپالنې او ملتپالو سره ده او که نیابتي لښکر یې واک ومومي، نو په لومړي ګام کې به ملتپال افغانان ووژني یا به یې تبعید ته اړ کړي، (په هغه ناسته کې یو شمېر دوستان، چې دا پاڼه ګوري، خامخا به یې زما دا اندېښنه په یاد وي)  له بده مرغه دا اندېښنه ریښتیا شوه.  

پاکیستاني نیواک د دین په زور خپل کار کوي او ګام ګام راڅښیږي، مدرسه وال دینچاري یې وخته راغلي، سبا به یې استادان راشي او بله ورځ به یې په بدلو جامو کې کرنیلان و جرنیلان. دا هرڅه به د دین په بالاپوش کې راځي، «مسلمان ورور»، «انصار»، « د جهاد او هجرت» ملګري... 

دا خبره احمقانه ده، چې: « موږ څوپنځوس ملکونه ووهل، نو پاکیستان څوک دی؟...» پاکیستان هم له څو پنځوسو هېوادونو سره توپیر لري، هم له انګریز و روس او امریکا سره. دا نور اشغالګر ټول کفار وو او د دوی په وړاندې د ولس کرکه هم دیني وه، له بده مرغه ملي نه وه، که ملي وه هم ډېره کمزورې وه او پر ملتپال تفکر ولاړ مخالفان یې بېرته د همدې اشغال بنسټپالو افراطیونو هلته و دلته وژل، دا پخپله اوږده کیسه ده. 

پاکیستان چې راننوځي، نو د دین په نامه راننوځي او بله دا چې پاکیستان د نورو اشغالګرو پر خلاف د افغانستان خاوره لاندې کړې ده، د افغانستان  زمکنۍ دعوا یې څښنده نیواک او په افغانستان کې ملي تفکر ځپلو ته اړ باسي. 

همدا سبا که دغه تاریخي دوښمن د «اسلامي ورورولۍ» په نامه د وطن حساس دولتي بنسټونه لاندې کړي او بیا د فکر روزنې بنسټونه (پوهنتونونه او ښوونځي) ونیسي، کوربانه یې توجیه کړي، چې مسلمان سکالران دي او ورو ورو دا نیواک راڅښیږي او وطن درنه لاندې کړي، سبا خپل تاریخي هدف ته ځان ورسوي او افغانستان له ځان سره کانفېډرېت کړي، نیابتي ډله یې ملت ته ووايي، چې خوښ اوسئ؛ یو مسلمان اټومي هېواد مو ملګرتیا کوي او په نړۍ کې به د دوی په مرسته د اسلام بیرغ رپوو.  هاخوا به څو شیخان په قرآن لاس کیږدي، چې کوربان یې شم پلانی او بیستانی مو په خوب لیدلي، چې راته وايي: مسلمان ورور ګاونډی در پرېږدئ، چې دین ځواکمن شي او د داسې خوبونو سلسله روانه وي، بیا به نو څوک وي، چې په وړاندې یې ودریږي؟ 

ملي احساسات د هرڅه په وړاندې راپاریږي، مګر هغه څه چې د دین په نامه پېښیږي، هر ډول ملي حس ځپي. 

 ګڼ هغه ښاغلي چې د ملتپالنې ډبرې پر ټټر موښي همدا اوس د پاکیستاني نیواک په وړاندې غلي دي، ځکه له تکفیره ډاریږي.  د لوی افغانستان سرسپارلي سپاهیان هم له تکفیره ډار شوي دي او خدایزده دا ورځې چېرته ننوتي، چې له ډبرو غږ خیژي، خو له دوی نه؟ 

له شاهي واکمنۍ بیا تر داوودخاني جمهوریت و د حزب دیموکراتیک تر واکمنۍ پورې په دې ټوله زمانه کې به چا دا تصور کولای شو، چې یو مهال دې واکمن خپل وطني استادان وشړي او پاکیستاني هغه دې راوبولي؟ 

اوس هغه ملي احساسات چېرته دي؟ 

ولې دا اعتراف نه کوو، چې ټول له تکفیره ډاریږو؟ 

په دې اړه ولې غږ نه پورته کیږي؟ 

د افغانانو هغه ملي غیرت چېرته دی؟