د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی سبا چهارشنبه په درې ورځني سفر کابل ته راځي.
د راپورونو له مخې، نوموړی به په دې سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر مهمو مسائلو خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د شتون په اړه ناندرۍ رامنځ ته شوې دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له دې هېواده پر پاکستان بریدونه کوي.
خو اسلامي امارت د پاکستان دا څرګندونې بې اساسه بولي او ډاډ ورکوي، چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.