د بغلان په شمالي سالنګ کې د يوه مازدا موټر چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني ویلي، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ په چهارمغزک ګولایي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ياد موټر د تخنيکي ستونزو له امله چپه شوى دى.
د يادودنې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په بغلان کې د يوه تېلو ټانکر چپه کېدو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.