فرانسې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره درې  میلیونه یورو مرسته کړې

فرانسې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره درې میلیونه یورو مرسته کړې


  • 1 کال دمخه (18/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 472

د فرانسې حکومت په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۳ میلیونه یورو مالي مرستې اعلان کړی دی. 

د راپورونو له مخې، دا پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لخوا د خورا زیان منونکو کډوالو او کوربه هېواد سره د مرستې لپاره کارول کېږي. 

د يادونې وړ ده، چې د دې مرستې دوه ميليونه يې په پاکستان او يو ميليون يې ايران ته ځانګړې شوې دي، چې تر ډېره به يې د کډوالو ښځو او نجونو پر روغتيا، ښوونې او روزنې برخې مصرف شي.