د باميان د بند امیر ملي پارک په «بندپنېر» جهيل کې دوه وروڼه د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او مړه دي.
د باميان د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني ويلي، ۲۲ کلن احسان او ۲۴ کلن خادم د پروان د شيخ علي ولسوالي له سنکر کلي له خپلې کورنۍ سره يوځای باميان ته په چکر راغلي وو.
د نوموړي په وينا، پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې او د يادو ځوانانو جسدونه د ژغورونکو ډلو له لوري له اوبو رااېستل شوې او کورنۍ ته يې سپارل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې هر کال د دوبي په موسم کې زرګونه سيلانيان باميان په ځانګړې توګه د بندامير ملي پارک ته په چکر ځي.