سرپرست حکومت: د بندیز پر ځای دې راسره تعامل او خبرې وشي

سرپرست حکومت: د بندیز پر ځای دې راسره تعامل او خبرې وشي


  • 1 کال دمخه (21/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 495

د افغانستان سرپرست حکومت د اروپایي ټولنې له لوري د دوی پر مشرانو د تازه بندیزونو لګولو په غبرګون کې ویلي، چې دا بندیزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

د ا، ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د فشار او تحريم غوره کېدو پر ځای بايد له تعامل، ډيالوک او تفاهم څخه کار واخيستل شي.

د هغه په خبره، د افغانانو پر وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحميلي سياست کومه پايله نه ده ورکړې. 

اروپايي ټولنې په یوه تازه اقدام کې د افغانستان سرپرست حکومت د پوهنې او عدليې وزارتونو پر سرپرست وزيرانو حبيب الله اغا او عبدالحکيم شرعي او د سترې محکمې پر رئیس عبدالحکيم حقاني بنديزونه لګولي دي.