د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د عرفان الله بیدار د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د عرفان الله بیدار د خوشې کېدو غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (22/07/2023)
  • وحید الله ځدراڼ
  • 564

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د عرفان الله بیدار په نوم سیمه ییز خبریال د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. 

یادې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې بیدار د جولای په ۱۲مه د ا، ا ځواکونو له لوري د جلال اباد ښار عیدګاه جومات ته څېرمه نیول شوی او نامعلوم ځای ته یې وړی. 

دغې کمېټې ویلي، چې نور باید د خبریالانو د نیولو لړۍ ودرول شي.

عرفان الله بیدار د ننګرهار په صفا راډیو کې کار کاوه.

د نږدې دوو اوونیو په تېرېدو لاهم د هغه برخلیک ناڅرګند دی.  

ځایي مسؤلینو تر اوسه د دغه سيمه ييز خبريال د نيولو په تړاو څه نه دي ويلي.