افغانستان په لومړي ځل امریکا ته د نوشابو صادرات پیل کړل

افغانستان په لومړي ځل امریکا ته د نوشابو صادرات پیل کړل


  • 1 کال دمخه (22/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 495

د لومړي ځل لپاره له افغانستانه امریکا ته د انارو له اوبو څخه د جوړې شوې نوشابې صادرات پیل شول. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دا نوشابه د «پامیرکولا» کمپنۍ له لوري له هرات ولایت څخه امریکا ته صادره شوې ده. 

مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې دا صادرات یې په څومره اندازه او له کومې لارې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره اوونۍ هم په بلخ کې یوې فابریکي د ١٢ لکه افغانيو په لګښت ۵۰ ټنه مشروبات قزاقستان هېواد ته صادر کړي وو.