پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیعالله رحیمي وايي، په تېرو دریو شپو کې په هېواد کې د سېلابونو راتلو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي، ۷۴ کسان ټپیان دي او ۴۱ نور لا هم نادرکه دي.
نوموړي په کابل کې د دې وزارت یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړې، پهدې مهال کې ۲۵۰ څاروي هم له منځه تللي او ډېری ځاني او مالي زیانونه تېره شپه په میدان وردګ ولایت کې اوښتي دي.
د دې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې، ۲۱۴ کسان وژل شوي، ۳۲۰ ټپیان شوي، ۳۱۱۵ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ څاروي له منځه تللي دي.