د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یوه ځوان، ځانوژنه کړې ده.
د پروان امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې دغه ځوان د فرنجل کلي اوسېدونکی و، چې تېره شپه یې ټوپک په ډز سره ځان وژلی دی.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه شوې نه ده.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې په پروان او کاپیسا کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې، چې ډېری قربانیان یې ځوانان دي.