کابل او میدان وردګ کې سېلابونو ۴۱ کسان وژلي

کابل او میدان وردګ کې سېلابونو ۴۱ کسان وژلي


  • 1 کال دمخه (24/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 572

په کابل او میدان وردګ کې د وروستیو راوتلو سېلابونو له کبله ۴۱ کسان وژل شوي. 

 د کابل امینه قومندانۍ ویاند خالد ځدران پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پغمان په بر ارغندي، کوز ارغندي او بادام قول سیمه کې د سېلابونو له کبله د یوې مېرمنې او ماشوم په شمول اته تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د ځدران د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو په پایله کې دوه سوه څاروي وژل شوي او د استوګنې ۲۵۰ کورونه په پوره او یا نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

په ورته مهال بیا د سرې میاشتې مسوولینو په میدان وردګ ولایت کې د سېلابونو له کبله د ۳۳ کسانو  دوژل کېدو خبر ورکړی.

د سرې میاشتې ویاند عرفان الله شرفزوی پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د سیلابونو له کبله په جلرېز ولسوالي کې ۳۱  او میدان ښار کې دوه تنه وژل شوي.

د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د سېلابونو له کبله ۲۳ نو ټپیان شوي او  د استوګنې ۱۵۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې لاهم د اوښتو تلفاتو شمېره کره نه ده.