دفغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي «فریدون سینیرلي اوغلو» سره په کتنه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي.
اصف دراني پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې، د افغان ښځو حقونه، د افغانستان پر بانکي سکټور د لګېدلو بندیزونو د مخنیوي، د افغانانو کنګل شوې شتمني او په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو دغه استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې «حنا رباني کهر» سره هم په همدې اړه بحثونه کړي.